Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رېکس ټېلرسن: په پاکستان کې ترهګریز سازمانونه ځواکمن شوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ګواښ کوي چې ترهګریز سازمانونه د پاکستان په خاوره کې ستر او ځواکمن شوي دي.

رېکس ټېلرسن کابل او اسلام اباد ته له سفر وروسته هند ته تللی او په نوي ډهلي کې له هندي چارواکو سره په لیدنه کې وايي چې ترهګر د امریکې، افغانستان او هند د اندېښنې ګډ اصلي لامل دی.

ښاغلی ټېلرسن کابل، اسلام اباد او هنده د دې لپاره تللی، ترڅو د سوېلي اسیا په تړاو د امریکې د نوې تګلارې اړخونه روښانه کړي.

رېکس ټېلرسن له خپل هندي سیال سره، تر ډېره د افغانستان او په سیمه کې د ترهګریزو ګواښونو په اړه خبرې اترې وکړې.

نوموړی په پاکستان کې د ترهګریزو سازمانونو د پراختیا په اړه اندېښمن دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن په دې اړه وویل:«موږ همدارنګه د پاکستان د امنیت او ثبات په اړه اندېښمن یوو، ځکه ترهګریز سازمانونه د دغه هېواد پر پوله پياوړي شوي او وړتیا يي هم زیاته شوې دا کولای شي د پاکستان ثبات پر وړاندې یو ګواښ وي.»

 ټېلرسن ټينګار کوي چې په پاکستان کې د ترهګرو امن پټن‎ځایونه نور د زغملونه دي.

هغه وايي، پاکستان ته د سفر پرمهال يي پاکستاني چارواکو ته تر غوږ رسولې چې دغه سازمانونه د امریکا، افغانستان او هند لپاره ګډې اندېښنې دي. ځکه چې ترهګرې ډلې د پاکستان له خاورې پر نورو هېوادونو بریدونه کوي.

ښاغلي ټېلرسن زیاته کړه:« موږ پاکستان ته وویل چې امریکا د دغه هېواد له مشرانو څرګندې تمې لري. چې د ترهګرو ډلو د مشرانو په وړاندې جدي چلند وکړي.»

 بلخوا د هند د بهرنیو چارو وزیره وايي، چې هند له امریکا سره د افغانستان د خبرو اترو په اړه هوکړه کړې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزیره سشما سواراج په ډاګه کړه:« موږ په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر دوام اندېښمن یوو د دغو تاوتریخوالي دوام د دې ښودنه کوي چې تراوسه هم ترهګر له امن‎ځایه برخمن دي او د ځینو له خوا یې ملاتړ کېږي. ما له ښاغلي ټېلرسن سره هوکړه کړې،  چې باید په ګډه سره کار وکړو او پرې نه ږدو چې هېڅ هېواد ترهګرو ته امن پټن‎ځای برابر کړي که‎چېرې کوم هېواد له ترهګرۍ ملاتړ وکړي، هغه پړ وبولو.»

 ټېلرسن په خپل دغه سفر کې همدارنګه وايي، امریکا چمتوده چې هندي پوځيان په اف ۱۶ او اف ۱۸ جنګي الوتکو سمبال کړي.

شریک یي کړئ