د سریلانکا د پلازمېنې کولمبو په اوو کلیساګانو او یوه هوټل کې د چاودنو له امله څه باندې ۱۵۰ تنه وژل شوي او کابو ۲۰۰ تنه نور ټپيان دي.
د رپوټونو پر بنسټ، په دوه کلیساګانو کې چاودنې د ځانمرګو بریدونو له امله وو.
دا چاودنې او بریدونو په داسې مهال کې کېږي چې نن د نړۍ مسیحیان د «ایسټر» مراسم لمانځي او له همدې امله په سریلانکا کې کلیساګانې له مسیحیانو ډکې وې.
د دغه هېواد هوټلونه هم د کال په دغه موسم کې له بهرني ګرځندویانو ډک وي.
تراوسه هېڅ ډلې د دغو بریدونو پړه نه ده منلې.