Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سعودي عربستان: له هېڅ هېواد سره د جګړې غوښتونکي نه یوو

سعودي عربستان وايي له هېڅ کوم هېواد سره د جګړې غوښتونکي نه یوو، خو د هر هېواد یرغلییز ګام پر وړاندې به له ځانه دفاع وکړو.

په همدې حال کې د په بهرنیو چارو کې د سعودي عربستان سلاکار، عادل الجبیر ایران په سیمه کې په بې ثباتۍ تورنوي.

عادل الجبیر زیاتوي:«سعودي عربستان په سیمه کې د جګړې غوښتونکی نه دی او نه یې په هڅه کې دی، خو که یو لوری جګړه پیل کړي، نو موږ به په ټول ځواک سره ځواب  ورکړو او له ځانه به دفاع وکړو. موږ هیله لرو چې نور او د ایران رژیم عقلانه چلند وکړي، او هغه ډلې چې په نیابتي ډول په سیمه کې فعالیت کوي، مخه یې ونیسي. موږ له نړیوالې ټولنې هیله لرو چې د د سیمې بې ثباتۍ د مخنیوي په برخه کې خپل مسوولیت ادا او د ایران مخه ونیسي.»

هغه ایران په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل بولي.

 په بهرنیو چارو کې د سعودي عربستان سلاکار زیاتوي:«د ایران رژیم په سیمه کې د ثبات په لټه کې نه دی، کله چې دا حکومت په ۱۹۹۷ کال کې تاسیس شو په سیمه کې ستونزې پیل شوې.«

په بهرنیو چارو کې د سعودي عربستان سلاکار، عادل الجبیر دا خبرې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارووزیر، مایک پومپیو سره له ټلفوني اړیکې وروسته کړې دي.

عادل الجبیر دا خبرې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارووزیر، مایک پومپیو سره له ټلفوني اړیکې وروسته کړې دي

شریک یي کړئ