Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اندونیزیا کې سونامي ۶۰ تنه وژلي

د اندونیزیا په تنګه سوندا ټاپو کې د یوه سونامي په پایله کې څه باندې ۶۰ تنه وژل شوي او کابو ۶۰۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
اندونیزیا کې چارواکي وايي ښايي چې د قربانیانو شمېر لوړ شي.
دغه سونامي په دغې سیمه کې تر اورشیند وروسته رامنځته شو.
چارواکو د ټنګه سونډا ساحلي سیمې په شاوخوا کې اوسېدونکو او ګرځندویانو ته ګواښ کړی ترڅو له ساحل لیرې شي.
د اندونیزیا د هواپېژندنې سازمان رییس رحمت تریانو وویلي:«هیله ده چې د ټنګه سونډا ساحل شاوخوا سیمو ته مه ورځئ هغه کسان چې له دې ځای بیول شوي هیله ده بېرته دې نه راستنېږي.»
په ۲۰۰۴ ز کال کې یو سونامي چې د زلزلې په پایله کې رامنځته شو، د اندونیزیا په ګډون د نړۍ په ۱۳ هېوادونو کې ۲۲۶ زره تنه ووژل.

اندونیزیا کې سونامي ۶۰ تنه وژلي

اندونیزیا کې سونامي څه باندې ۶۰ تنه وژلي دي، د دغه هېواد چارواکو د ټنګه سونډا ساحلي سیمې په شاوخوا کې اوسېدونکو او ګرځندویانو ته ګواښ کړی ترڅو له ساحل لیرې شي.

شریک یي کړئ