Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عراقچي له ایرانه د یو شمېر اروپايي هېوادونو د ملاتړ خبر ورکوي

پر ایران د امریکا متحده ایالاتو د سختو بندیزونو سره سره اوس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، عباس عراقچي اتریش ته د خپل سفر په ترڅ کې وايي چې له ایران سره د هستوي هوکړې د ملاتړ په موخه د نورو اروپايي هېوادونو ملاتړ خپل کړی دی.

ښاغلي عراقچي په و یانا کې د آلمان، فرانسې او بریټانیا له استازو سره د اروپا او ایران ترمنځ پر سوداګریزو کانالونو هم خبرې کړې دي.

دی وايي:«هیله لرو چې راتلونکو اوونیو کې دا تګلاره پلې شي. دا تګلاره نه یوازې د بشرپاله توکو بلکې د سوداګریزو توکو لپاره هم ده، خو دا کار به له بشرپالو توکو پیل شي.»

په همدې حال کې اسراییل چې پر ایران د لا زیاتو بندیزونو غوښتونکی دی وايي چې ایراند سیند له لارې د بندیزونو لیري کولو په موخه تیل قاچاق کوي.

د اسراییلو لومړی وزیر، بنیامین نتانتیاهو زیاتوي:«ایران هڅه کوي چې د بندیزونو لیري کولو لپاره خپل تیل د سیند له لارې په قاچاق ډول صادر کړي. او د ایران دا هڅې ډېرې شوې دي او سمندري ځواکونه یې دې برخه کې کار کوي. له نړیوالې ټولنې غواړم چې د بندیزونو نقض په برخه کې د ایران پر وړاندې ودریږي.»

ډونالډ ټرمپ ولسمشرۍ ته تر رسېدو وروسته د ایران سره له هستوي هوکړې ووت او پر دې هېواد یې سخت بندیزونو ولګول.

ښاغلي عراقچي په و یانا کې د آلمان، فرانسې او بریټانیا له استازو سره د اروپا او ایران ترمنځ پر سوداګریزو کانالونو هم خبرې کړې دي

شریک یي کړئ