Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عراق کې د امریکا پر اډو د ایران توغندیز بریدونه

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت تاییدوي چې ایران په عراق کې چهارشنبې سهار(د مرغومې په ۱۸مه نېټه) د امریکايي ځواکونو دوو پوځي اډو باندې توغندیز بریدونه کړي دي.

د راپورونو له مخې د عراق په اربیل او الاسد کې د امریکا متحده ایالاتو پر دوو پوځي اډو توغندیز بریدونه شوي دي.

خو په دې بریدونو کې د مرګ ژوبلې په تړاو راپور نه دی ورکړی شوی.

په همدې حال کې د امریکا پوځ ویلي دي چې عراق کې د الاسد اډې مې د اوښتي زیانونو او مرګ ژوبلې په تړاو څېړنې پیل شوې دي.

د امریکا د پوځ په اعلامیه کې راغلي دي چې دا بریدونه سهار ۳:۰۱ پر سیمه ییز وخت شوي دي او د امریکا په مشرۍ ځواکونو باندې یې له لسو زیاتوبالستیک توغندي توغولي دي.

د امریکا دفاع وزارت ویاند، جاناتان هافمن خبرپاڼه کې ویلي دي:«دا روښانه  ده چې دا توغندي د ایران لخوا توغول شوي دي.»

له بلې خوا د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د ایران توغندیز برید په تړاو په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي:«هرڅه ښه دي! په عراق کې د ایران لخوا پر دوو اډو توغندي توغول شوي دي. مرګ ژوبله او زیانونه به وڅېړل شي.»

ټرمپ زیاته کړې:«تر اوسه ډېر ښه دي! موږ په سیمه او نړۍ کې ځواکمن او سمبال ځواک لرو. سبا به زه بیانیه ورکړم.»

 دا بریدونه څو ساعته وروسته له هغې کېږي چې د امریکا دفاع وزیر، مارک اسپر وویل، تمه لري ایران به د امریکا لخوا د سپاه پاسدارانو د قدس څانګې د قومندان، قاسم سلیماني د وژلو غچ واخلي.

قاسم سلیماني پنځه ورځې مخکې په عراق کې ووژل شو.

رویترز خبري آژانس خبر ورکړی چې ایراني ځواکونه په تیارسئ حالت کې دي.

ایران ویلي دي چې دا توغندیز بریدونه د امریکا لخوا د سپاه پاسدارانو قدس څانګې د قومندان، قاسم سلیماني د وژلو په بدل کې شوي دي

شریک یي کړئ