Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عمران خان:هېڅ ترهګرې ډلې ته به د فعالیت اجازه ورنه کړم

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د جمعې په ورځ (د کب په ۱۷ مه) د پاکستان په سوېل چهارچهرو ښار کې په یوې وینا کې وویل چې پاکستان کې به هېڅ ترهګرې ډلې ته د فعالیت اجازه ونه کړي.

هغه زیاته کړه چې حکومت یې غواړي پاکستان یو سوله‎ییز او باثباته هېواد وي.

له دې څو ورځې مخکې د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې د ترهګرو ډلو په وړانډې به اقدام وکړي.

ویل کېږي چې دا کار د هند، نړیوالې ټولنې فشارونو او همدارنګه د فتف سازمان له خوا پر پاکستان د بندیزونو له امله کېږي. خو روښانه نه ده چې حکومت به په دې برخه کې څومره پرمختګ وکړي.

ښاغلي خان په دې اړه وویل:«له بده مرغه له دې مخکې په دې برخه کې کار نه وو شوی؛ خو له هغې وخته چې زموږ حکومت په کار پيل کړی، موږ خپل ذهنونه دې ته چمتو کړي د طرحې پر بنسټ به ملي اقدام وکړو. د دغه کار یوازینی علت د پاکستان ښه والی دی.»

هغه زیاته کړه:«په دې ډله کې داسې سړي دي چې خیریه کارونه ترسره کوي؛ هغوی باید اندېښمن نه وي. خو پاکستان به چاته اجازه ور نه کړي چې له خاورې یې د ترهګرۍ لپاره استفاده کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې هند، امریکا، افغانستان او ایران هغه هېوادونه دي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ شتون له امله شکایت لري.

جیش المحمد په پاکستان کې یوه ترهګره ډله ده، دغې ډلې د هند په کشمیر کې د هغه برید پړه منلې چې څلور اوونۍ مخکې ترسره او ۴۴ هندي سرتېري په کې ووژل شول.

دغه برید پر پاکستان د هند هوايي او په مقابل کې د هند پر کشمیر د پاکستان برید باندې پای ته ورسېد چې د هند او پاکستان ترمنځ یې ترینګلې اړیکې لاترینګلې کړې.

عمران خان مني چې له دې مخکې په پآکستان کې د ترهګرۍ پر ضد اقدام نه دی شوی. هغه زیاته کړه چې حکومت یې غواړي پاکستان یو سوله‎ییز او باثباته هېواد وي.

شریک یي کړئ