Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فرانسه کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر له ۲۷ زرو واوښت

د فرانسې روغتیا وزارت تېره ورځ(د غويي په ۲۶مه نېټه) راپور ورکړی دی چې دغه هېواد کې د کرونا ویروس د قربانیاناو شمېر ۲۷ زره او ۵۹۲ کسانو ته رسېدلی دی.

د دغه هېواد د روغتیا وزارت همداراز ویلي دي چې په وروستیو دوو ورځو کې د کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر کم شوی دی.

همداراز دغه وزارت اعلان کړی چې د جمعې په ورځ د کووید نوولس ناروغۍ له کبله ۱۰۴ تنه مړه شوي دي په داسې حال کې چې له هغې یوه ورځ مخکې یې په یوه ورځ کې د مړو شمېر ۳۵۱ تنه وو.

د فرانسې د روغتیا وزارت هم ویلي دي چې دغه هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۴۱ زره  او ۹۱۹ ته رسېدلی دی.

اوس مهال امریکا متحده ایالات د کرونا ویروس له کبله د ډېرو قربانیانو په درلودو سره نړۍ کې د نوملړ په سره کې هېواد دی.

همداراز بریټانیا او ایتالیا کې هم د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر له ۳۰ زرو زیات شوی دی او له امریکا وروسته دوهم او دریم ځای لري.

د فرانسې د روغتیا وزارت هم ویلي دي چې دغه هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۴۱ زره او ۹۱۹ ته رسېدلی دی

شریک یي کړئ