رویټرز خبري اژانس سې شنبې(د چنګاښ په ۳مه نېټه) راپور ورکړی دی چې لاتینې امریکا کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر له ۱۰۰ زرو اوښتی دی.
همداراز لاتینې امریکا کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له دو میلیونو او ۲۰۰ زرو اوښتی دی په داسې حال کې چې یوه میاشت مخکې دا شمېر یوازې یو میلیون وو.
یوازې برازیل کې د کرونا ویروس له کبله ۵۲ زره کسان مړه شوي دي چې له امریکا وروسته نړۍ کې تر ټولو ډېر شمېر دی.
تېره ورځ(سې شنبې د چنګاښ په ۳مه نېټه) ۱۳۷۴ تنه د یادې ناروغۍ له کبله دغه هېواد کې مړه شوي دي او ۳۹زره او ۴۳۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
مکسیکو هم یوه شپه ورځ کې د کرونا ویروس د ډېرو مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکړی دی. د یاد هېواد روغتیايي چارواکو ویلي دي چې یوه شپه ورځ کې ۶۲۸۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې تر اوسه ډېر شمېر به یاده موده کې ده.
همداراز مکسیکو کې د کرونا ویروس له کبله یوه شپه ورځ کې ۷۹۳ تنه مړه شوي دي او له دې سره د ټولو قربانیانو شمېر ۲۳زره او ۳۷۷ ته ورسید.
تر اوسه نړۍ کې له ۴۸۸ زرو ډېر د کوویډ نوولس ناروغان مړه شوي دي او له ۹ میلیونو او ۲۶۳ زرو ډېر پرې اخته دي.