Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لاتینې امریکا کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له ۵میلیونو اوښتې دي

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی دی چې لاتینې امریکا کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له ۵ میلیونو هم اوښتې دي.

د راپور له مخې تر اوسه لاتینې امریکا کې د کرونا ویروس له کبله له ۲۰۰ ډېر کسان مړه شوي او نړۍ کې یې د قربانیانو شمېر زیات دی.

د کولمبیا روغتیا وزارت دوشنبې د کابو ۱۰زرو مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکړی او له دې سره د ټولو پېښو شمېر هم له ۳۱۷ زرو اوښتی دی.

په همدې ورځ برازیل هم له ۹۶ زرو ډېرې مثبتې پېښې ثبت کړې دي چې ټول شمېر یې له ۲ میلیونو او ۷۳۳ زرو اوښتی دی. مکسیکو کې یې هم شمېر له ۴۴۳ زرو اوښتی دی.

شمالي امریکا له ۴ میلیونو او ۸۰۰ زرو ډېرو پېښو سره نړۍ کې دوهم ځای لري او وروسته له هغې اروپايي او اسیاسيي هېوادونه دي چې له ۳ میلیونو ډېر کسان په کې  اخته دي.

تر اوسه نړۍ کې له ۱۸ میلیونو او ۲۸۲ زره ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي او له ۶۹۳ هم مړه شوي دي.

تر اوسه لاتینې امریکا کې د کرونا ویروس له کبله له ۲۰۰ ډېر کسان مړه شوي

شریک یي کړئ