فرانسې خبري اژانس د ایران یوه پوځي قومندان له قوله خبر ورکړی دی چې ایران راتلونکې اوونۍ کې د لوی پیغمبرـ۱۱ پوځي مانور په لاره اچوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران له خوا د راکټ ازموینې پر سر د دې هېواد اړیکې له امریکا سره د کړکېچ لوړې کچې ته رسېدلې دي.
د ایران لخوا د راکټ ازموینې د امریکا تند غبرګون له ځانه سره درلود، ان دا چې واشنګټن ایران ته خبرداری ورکړ.
په همدې حال کې د ایران د ځمکنیو ځواکونو قومندان، جنرال محمد پاکپور ویلي، ټاکل شوې ده چې پوځي مانور به د دوشنبې پر ورځ په لاره واچول شي.
پاکپور ویلي دي:"دا پوځي مانور چې د لوی پیغمبر۱۱ په نامه یادیږي د دوشنبې پیل کېږي او ټاکل شوې ده چې درې ورځې به دوام وکړي."
دې پوځي چارواکي په مانور کې د کاروونکو وسلو په اړه جزئیات نه دې ورکړي، خو ویلي یې دي چې ډول ډول راکټونه به وکاروي.
د روان زیږدیز کال په جنوري میاشت کې پوځي مانور په لاره اچولی وه چې په کې یې له ډول ډول راکټونو کار اخیستل شوی وه.
ایران د دې مانورونو موخه د واشنګټن لخوا د ګواښونو لپاره چمتوالۍ ښودلی.
دا په داسې حال کې ده چې د جنورې میاشتې په ۲۹مه د امریکا ولسمشر، ډونالنډ ټرمپ پر ایران د راکټونو د آزمویښت په غبرګون کې لا ډېر اقتصادي بندیزونه لګولي دي.