Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له سوریې سره د نړیوالو مرستو پرېکړه لیک ونه غځېد

د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا بریالۍ نه شوه چې سوریې ته د مرستو پریکړه لیک وغځوي.

د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو وړاندیز شوی پرېکړه لیک، چین او روسیې ونه مانه او د دغو دوه هېوادونو پرېکړه لیک د لوېدیځ لخوا بیا ونه منل شو.

اخوا د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی استازی، د سوریې کړکېچ د حل لپاره د یوه سیاسي بهیر پر پيل ټینګار کوي.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی استازی ګېرپیډرسن په دې اړه وویل:«زه په سوریه کې د دواړو ښکېلو لورو ترمنځ مخامخ خبرې ستایم؛ خو که چېرې غواړو چې خبرې مخته ولاړې شي، باید ټولو مسایلو ته رسېدنه وکړو.»

خو په دغې غونډه کې د سوریې استازي د لوېدیځو هېوادونو له دریځ سره مخالفت وکړ.

د سوریې حکومت سلاکار وزیر لوی فالوح په دې اړه وویل:څ«هغه څه چې مې د امنیت شورا له غړو په ځانګړې توګه د امریکا، برېټانیا، فرانسې او المان څخه واورېدل، په سوریه کې د دغو هېوادونو د لاسوهونکو سیاستونو او بې پروایۍ څرګندوي کوي. روښانه ده چې د دغو هېوادونو حکومتونه او همدارنګه د ترکیې رژيم د سوریې په چارو کې لاسوهنې ته دوام ورکړي.»

سوریې ته د نړیوالو مرستو پرېکړه لیک د راتلوونکي کال په جنورۍ کې پای ته رسېږي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړي هیله لري چې له دغې نېټې مخکې وکړای شي د دغه هوکړه لیک د غځېدو په اړه سره هوکړې ته ورسېږي.

شریک یي کړئ