Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له نړیوالې جنايي محکمې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوولې ملاتړ

د اروپايي ټولنې د بهرنیو سیاست مسوولې فډریکا موګیریني د پنجشنبې په ورځ له نړیوالې جنايي محکمې څخه د اروپايي ټولنې ملاتړ اعلان کړ.

په داسې حال کې چې د امریکې د ملي امنیت سلاکار جان بولټون، ګواښ کړی، که‎چېرې نړیواله جنايي محکمه په افغانستان او یا بل ځای کې د امریکايي سرتېرو له خوا د بشري سرغړونو تورونه وڅېړي، له دې محکمې سره به پرېکون وکړي، خو د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسووله وايي چې له دغې محکمې ملاتړ کوي.

اغلې موګیرني وايي چې اروپايي ټولنه په بشپړه توګه له دغې محکمې او د هغې له کارونو ملاتړ کوي.

هغې زیاته کړه نړیواله جنايي محکمه د بشري حقونو د نقض کوونکو د محاکمې او د عدالت د تامین لپاره جوړه شوې او باید له دغې محکمې او کړونو یې ملاتړ وشي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوولې فډریکا موګیریني په دې اړه وویل:«زه فکر کوم چې ماته مهمه ده چې د هغه سیسټم په اړه یوه دوه خبرې وکړم چې موږ له یو بل سره هغه د بشري حقونو له سرغړونې، له حساب ورکړې ډاډ او د قانون منګولو ته د مجرمانو سپارلو لپاره رامنځته کړی. ځکه چې نن د دغې محکمې شتون تر پوښتنې لاندې راوستل شوی، زه غواړم چې دلته په څرګنده او رسمي ووایم چې دا محکمه د اروپايي ټولنې له خوا تر پوښتنې لاندې راوستل شوې نه ده او له دغې محکمې او کړنو یې ملاتړ کوو.»

له دې وړاندې د امریکا د ملي امنیت سلاکار ویلي وو چې نړیواله جنايي محکمه یو نامشروع بنسټ دی او په افغانستان او د په هر بل ځای کې د امریکايي سرتېرو او د واشنګټن تړونوالو د جنګي جنایتونو د څېړولو لپاره د دغه بنسټ هر ډول ناعادلانه ګام به د واشنګټن له توند غبرګون سره مخ شي.

فډریکا موګیریني وايي چې نړیواله جنايي محکمه د بشري حقونو د نقض کوونکو د محاکمې او د عدالت د تامین لپاره جوړه شوې او باید له دغې محکمې او کړونو یې ملاتړ وشي.

شریک یي کړئ