له پنځو میاشتو وروسته د متحده عربي اماراتو لومړنۍ مسافرتي الوتکې د تهران په نړیوال هوايي ډګر کې ناسته وکړه.
پنځه میاشتې مخکې، کله چې دوه ایراني مسافر اماراتو ته تللي وو د کووېډ نولس ناروغۍ په کې تشخیص شوه او له هغې وروسته اماراتو له ایران سره خپلې الوتنې بندې کړې.
اوس باید ټول مسافر د تهران په هوايي ډګر کې ټولې روغتیايي تابیاوې مراعات کړي او د دغو تدابیرو ترڅنګ، مسافر په دغه هوايي ډګر کې باید د کورونا ویروس ټېسټ هم ورکړي.
داسې ښکاري چې په ایران او ځينو نورو هېوادونو کې د کورونا ویروس د پراختیا سربېره، د هوايي چلند شرکتونه د خپلو الوتنو پیل ته لېواله دي.
ایران پر کووېډ نولس د ۲۶۹ زره تنو له اخته کېدو او له دغې ناروغۍ د ۱۳ زره او ۷۰۰ تنو له مړه کېدو خبر ورکړی دی. خو په ایران کې د کووېډ نولس ناروغۍ یو ستر شمېر بېرته روغ شوي دي.