د هند لومړی وزیر، نرندرا مودي د دغه هېواد د تابعیت قانون له اصلاحیې دفاع دفاع کوي او وايي چې مخالفان یې دغه قانون ته بهانې جوړوي.
د هند د تابعیت قانون اصلاحیې له مخې غیرمسلمانو وګړو ته د دین له مخي تابعیت ورکول کیږي، خو په دغه هېواد کې له پراخ مخالفت سره مخامخ شوی دی.
تر اوسه پورې د دغه قانون پر وړاندې د اعتراضونو په ترڅ کې ۲۳تنه وژل شوي دي.
په هند کې د دغه قانون پر ضد د اعتراضونو زیاتوالي سره اوس د دغه هېواد چارواکو په یو شمېر برخو کې غونډې بندې کړې دي او انټرنټ ته یې هم لاسرسی محدود کړی.
همداراز مودي دا قانون د مسلمانانو پر ضد او نژادپاله نه بولي.
مودي په دې اړه وايي:«دا قانون پر ۱،۳میلیارډ هندي وګړو اغېزه نلري او زه باید ډاډ ورکړم چې دا قانون به د مسلمانانو لپاره هېڅ شی بدل نکړي.»
هند کې مسلمانان د دغه هېواد ۱۴سلنه وګړي جوړوي.
مسلمانان په دې اند دي چې د دغه قانون پلې کول د مسلمانانو په پرتله هندوانو ته ارزښت ورکول دي.