Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مودي: د ترهګرۍ ضد نړیوال کنفرانس جوړلو ته اړتیا ده

د هند لوموړي وزیر، نرندرا مودي په سیمې او نړۍ کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه د یوه نړیوال کنفرانس د جوړیدو غوښتونکی شو.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې ښاغلي مودي هند کې تر ټاکنو د بیا بریالي کېدو وروسته مالدیف ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې څرګنده کړې ده چې ترهګري نه یوازې یوه بلکې د نړۍ ټولو هېوادونو ته ګواښ دی.

ده وړاندې ویلي دي:«نړیوالې ټولنې د یوه کنوانسیون لپاره فعالانه هڅه کړې ده او د اقلیم د بدلون لپاره یې ډېر کنفرانسونه جوړ کړي دي. ولې داسې یو ګام د ترهګرۍ پرضد نه دی پورته شوی.»

د هند لومړي وزیر همداراز څرګنده کړې ده:«نو ویلی شو چې پایله پخښونکې خبرې اترې د ترهګرۍ د سمڅو چې د دوی ملاتړي هم ترې استفاده کوي، خبرې وکړو او له منځه یې لیري کړ و.»

مالدیف ته د نرندرا مودي سفر تر ډېره د هند په اقیانوس کې د چین د شتون پراختیا په تړاو د نظر اظهار په موخه دی.

 مودي یاد هېواد کې د خپلې وینا پرمهال همداراز څرګنده کړې ده:«زموږ په ګاونډیو کې مالدیف لومړیتوب لري.»

د هند لومړي وزیر مالدیف ته د خپل سفر په ترڅ کې له یاد هېواد سره د کښتیو خدمتونو، پورت تمځای او همداراز د کریکټ یوه لوبغالي د جوړېدو هوکړې لاسلیک کړې.

ټاکل شوې ده مودي سریلانکا ته ولاړ شي او د هغه هېواد له چارواکو سره د امنیتي حالاتو په تړاو خبرې وکړي

شریک یي کړئ