Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نواز شریف په اوه کاله بند محکوم شو

د پاکستان یوې محکمې، د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر نوازشریف د فساد او اخلاس په تور په اوه کاله بند محکوم کړ.

د پاکستان جیونیوز رپوټ ورکړی چې ښاغلی شریف د درېیم ځل لپاره ونه توانېد چې پر ده له لګېدلو تورونو ځان سپین کړي. پر هغه تور دی چې په سعودي عربستان کې د اختلاس پر پیسو یې د فولادو یوه کارخونه پېرلې ده.

د رپوټونو پر بنسټ ټاکل شوې ده چې نوازشریف ډېر ژر د «ادیلا» زندان ته ولېږدول شي.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر، د همدغې محکمې له خواپه جولای میاشت کې په لس کاله بند محکوم شوی و چې په همدې دلیل له واکه لیرې کړل شو. خو شریف په سپټمبر میاشت کې د استیناف غوښتنې له امله له زندانه ازاد کړل شو.

په ورته وخت کې، د نوازشریف ډېری پلویان د محکمې د حکم په غبرګون کې د محکمې د ودانۍ مخې ته راغونډ شوي دي.

هغوی وايي چې د ښاغلي شریف دوسیه سیاسي ده. له دې وړاندې د نوازشریف پلویانو ګواښ کړی وه که‎چېرې ښاغلی شریف بندي شي، هغوی به په پراخ لاریون لاس پورې کړي.

نواز شریف په اوه کاله بند محکوم شو

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې نوازشریف او د هغه لور د پاکستان د سترې محکمې لخوا د مالي فساد او اختلاس له توره سپین ختلي وو.

شریک یي کړئ