Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نوي ډيلي کې د پولیسو او اعتراض کوونکو نښته

هند کې روغتيايي چارواکي وايي چې نوي ډيلي کې د اعتراض کوونکو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښته کې ۱۳ تنه وژل شوي او سلګونه نور ټپيان دي.

دغه نښتې سې‎‌شنبې(د کب په ۶مه نېټه) شوې چې د دولتي ځواکونو ډزو کې ۱۵۰ تنه ټپيان شوي دي.

هند کې خلک د تابعیت قانون پر ضد راوتلي وو او په اعتراض یې لاس پورې کړی، دوی وايي چې حاکم ګوند مسلمانان وژني او هڅه کوي چې تاوتریخوالیو ته لمن ووهي.

اعتراض کوونکی، محمدشاکر په دې اړه وايي:«موږ ټوپک نلرو، دوی په موږ ډزې کوي. بي جي پي(حاکم ګوند) مسلمانان په نښه کوي. دوی هڅه کوي چې هند په هندو پرسته هېواد بدل کړي.»

خو هند کې حاکم ګوند دغه ادعاوې ردوي.

د هند د کورنیو چارو وزیر رسنیو ته ویلي چې دا د هند پر ضد توطیه ده.

دا نښتې هغې سیمې ته نېږدې شوې چې هند ته د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ او د هند لومړي وزیر، نرندرا مودي په کې غونډه درلوده.

دا نښتې د هند تابعیت قانون پر ضد د اعتراضونو له پیله تر ټولو بده نښته بلل کېږي.

دا نښتې نوي ډيلي کې د ټرمپ او مودي ناستې ته نېږدې شوې دي

شریک یي کړئ