Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نړۍ کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر له ۳۵۰ زرو اووښتی

نړۍ کې د کرونا ویروس د پراختیا کچه ورځ تربلې مخه په زیاتېدو ده او تر اوسه یې له کبله ۳۵۰ زره او ۴۵۳ زره کسان مړه شوي دي.

د جان هاپکنز پوهنتون د وروستیو شمېرو له مخې د اخته کسانو شمېر هم له پنځنیم میلیونو اوښتی دی، شمېرې ښیې چې د ټولو اخته کسانو شمېر نړۍ کې۵میلونه، ۵۸۹ زره او ۶۲۶ تنه دی.

خو شمېرې همداراز ښیې چې له دوو میلیونو ډېر د کووید نوولس ناروغ روغ شوي هم دي.

امریکا لا هم د کرونا ویروس د قربانیانو له کبله په سر کې ده او تراوسه دغه هېواد کې نېږدې ۹۹ زره کسان مړه شوي دي.

امریکا کې د اخته کسانو شمېر بیا له یو میلیونو اوښتی او اوس مهال یې ټول شمېر ۱,۶۸۰,۹۱۳ دی.

امریکا کې د کووید نوولس ۳۸۴.۹۰۲ ناروغان روغ شوي هم دي.

د یادونې ده چې دې وروستیو کې روسیې او برازیل کې د اخته کسانو کچه په چټکی سره مخ پر وړاندې ځي برازیل کې د قربانیانو شمېر ۲۴ زره او ۵۱۲ ته رسېدلی او روسیه کې بیا د اخته کسانو ۳۶۲زره او ۳۴۲ دی. تر څنګ یې دغه هېواد کې نېږدې څلور زره کسان مړه شوي دي.

روسیه کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷۴ تنه د کرونا ویروس له کبله مړه شوي دي.

شریک یي کړئ