Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۰ میلیونو ته نېږدې شو

رویټرز نن(یکشنبې د چنګاښ په ۸مه نېټه) راپور ورکړی چې نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۰ میلیونو ته نېږدې شو دی.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال نړۍ د نړۍ ځینو هېوادونو پر تګ راتګ بندیزونه لیري کړي دي.

د راپورونو له مخې شمالي، لاتینه امریکا او اروپايي هېوادونه د کرونا ویروس ۲۵ سلنه د نړۍ پېښې لري. اسیایي هېوادونه ۱۱ او منځنۍ اسیا هم ۹ سلنه د کوویډ ناروغۍ پېښې لري.

تېرو اوو میاشتو، له هغې چې نړۍ کې د کرونا ویروس وبا ګډه شوې، له کبله یې له ۴۹۷ زرو ډېر کسان مړه ش،ي دي.

د کرونا ویروس لومړۍ مثبته پېښه د ران زیږدیز کال په جنوري میاشت کې د چین په ووهان ښار کې ثبت شوه. وروسته له دې دغه ناروغي په امریکا، اروپايي هېوادونو او روسیه کې خپره شوه.

اوس مهال د ورځې نېږدې لس زره د کوویډ نوولس ناروغۍ مثبتې پېښې په برازیل او هند کې ثبتیږي.

د جون میاشتې په ۱۹مه نېټه برازیل په یوه شپه ورځ کې د کورنا ویروس له ۵۴ زرو ډېرو مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکړ.

دغه ناروغي اوسمهال په چین، نوي زیلان او استرالیا کې چې په کې ګرځبندیزونه په دې وروستیو کې لیري شوي وو بیا خپره شوې ده.

اوس مهال چین کې د ورځې د ۳۰۰ زرو کسانو نښې کتل کیږي.

د روغتیا نړیوال بنسټ ویلي دي چې د کوویډ۱۹ ناروغانو شمېر نړۍ کې له هرې بلې زیات شوی دی

شریک یي کړئ