Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نړۍ کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې د زیاتوالي په حال کې دي

د روغتیا نړیوال بنسټ وايي چې نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله د قربانیانو شمېر هره ورځ کابو ۵ زره تنو ته رسیږي.

دغه بنسټ شنبې(د چنګاښ په ۱۴مه نېټه) په بې سارې توګه نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکړ او ویلي یې دي چې یوه شپه ورځ کې ۲۱۲ زره پېښې ثبت شوې دي.

وروستیو ورځو کې د کرونا ویروس ډېرې مثبتې پېښې په امریکا، برازیل او هند کې ثبت شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې نړۍ کې د کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر نړۍ کې له ۱۱ میلیونو اوښتی دی او تېرو اوو میاشتو کې چې دغه ناروغۍ خپره شوې نړۍ کې له ۵۳۰ زرو ډېر کسان مړه شوي هم دي.

‎د شنبې په ورځ برازیل یوه شپه ورځ کې د کرونا ویروس د ۳۷ زرو مثبتو پېښو له ثبته او د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله د زرو کسانو له مړینې خبر ورکړ.

تر اوس برازیل کې په کرونا ویروس له یو میلیونو او ۵۰۰ زرو ډېر کسان اخته شوي دي.

مکسیکو هم د شنبې په ورځ د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله د ۵۲۳ زرو ډېرو کسانو له مړینې خبر ورکړ.

تر اوسه دغه هېواد کې د کوویډ نولس ناروغۍ له کبله ۳۰،۳۶۶ تنه مړه شوي دي او له ۲۵۲ زرو ډېر کسان پرې اخته شوي دي.

وروستیو ورځو کې د کرونا ویروس ډېرې مثبتې پېښې په امریکا، برازیل او هند کې ثبت شوې دي

شریک یي کړئ