Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نړۍ کې د کوویډ۱۹ ناروغانو شمېر زیاتوالی

د روغتیا نړیوال بنسټ یکشنبې(د چنګاښ په ۲۲مه نېټه) نړۍ کې په بې سارې توګه د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکړ.

دغه بنسټ ۲۴ ساعتونو کې د ۲۳۰ زره او ۳۷۰ تازه مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکړ چې مخینه یې نه درلوده.

دغه بنسټ  همداراز وايي چې  نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر هم یوه شپه ورځ کې ۵ زره وو.

د کرونا ویروس له کبله ډېره مړینه په امریکا، برازیل، هند او سویلي افریقا کې ثبت شوې ده.

دغه بنسټ همداراز ویلي دي چې مخکې له دې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په یوه شپه ورځ کې کابو ۲۳۰ زره وې.

امریکا متحده ایالات د ډېرو پېښو سره نړۍ کې لومړۍ ځای لري او ورپسې بیا برازیل او هند دی.

تر اوسه نړۍ کې په کرونا ویروس کابو ۱۴ میلیونه کسان اخته دي او له ۵۶۵ زرو ډېر مړه شوي دي.

نړۍ کې د کوویډ۱۹ ناروغانو شمېر زیاتوالی

د روغتیا نړیوال بنسټ وايي، تېره شپه ورځ کې نړۍ کې د کرونا ویروس ۲۳۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي

شریک یي کړئ