Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نړۍ کې د کووېډ۱۹ د زیاتوالي په اړه د روغتیا نړیوال سازمان اندېښنه

د روغتیا نړیوال سازمان، په نړۍ کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو له زیاتوالي اندېښنه څرګندوي او وايي چې دغه ویروس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۲۲۸ تنه ککړ کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو پر بنسټ، په شپږو وروستیو اوونیو کې په نړۍ کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې دوه برابره شوې دي.

د رپوټونو پربنس، امریکا کې وروستیو څلروېشتو ساعتونو کې ۶۵ تر ۷۱ زرو د کورونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوي او څه د باندې ۸۰۰ مړینې چې پر کووېډ نولس ناروغۍ اخته وو.

د روغتیا نړیوال سازمان رییس ټډروس اډهانوم ګبرېسوس په دې اړه وویل:«نن نړۍ ۱۲ مېلیونه د کورونا ویروس مثبتې پېښې ثبت کړې دي. په تېرو شپږو اوونیو کې، دغه پېښې دوه برابره شوي دي. یوازینی اقدام کورنۍ دنده، ملي یووالی او نړیوال پیوستون کولای شي چې د دغې ناروغۍ مسیر بدل کړي. په نړۍ کې ډېرې بېلګې دي چې ښودلې یې ده که چېرې ناروغي شدیده هم وي، بیا هم کولای شي هغه کنټرول کړو.»

له دې لړ کې په قزاقستان کې سینه و بغل ناروغۍ د روغتیا نړیوال سازمان اندېښمن کړی دی.

د رپوټونو له مخې، په قزاقستان کې، د کووېد نولس ډېریو ناروغو ناروغۍ سینه و بغل تشخیص کېږي او دغه کار د کووېډ نولس ناروغانو د میړنې په کچه کې زیاتوالی راوستی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان هم په قزاقستان کې د کورونا ویروس ناسم تشخیص نه رودي.

د روغتیا نړیوال سازمان د بیړنیو روغتیايي پروګرام اجرايي رییس مایکل ریان وايي:«په تېرې یوې اوونۍ کې د قزاقستاني چارواکو له خوا د کورونا ویروس څه باندې ۱۰ زره مثبتې پېښې اعلان شوي دي. موږ د ازمویښتونو کیفیت څېړو، چې ډاډ ترلاسه کړو د ځینو هغو کسانو د معایناتو پایله چې سینه و بغل تشخیص شوې سمه ده. دا یوه ستره ستونزه ده او ښايي د سینه و بغل دغه پېښې په واقعیت کې، کووېډ نولس وي.»

د قزاقستان په ګاونډ قرغیزستان کې هم د کورونا ویروس شکمنې پېښې د پراختیا په حال کې دي.

د قرغیزستان په پلازمېنه کې ځينې ډاکټران وايي چې ښايي په راتلوونکو اوونیو کې د ناروغانو لپاره د بستر له کموالي سره مخ شي.

د امریکا ترڅنګ، د نړۍ په ځينو نورو هېوادونو کې هم د کورونا ویروس د پراختیا په حال کې دی. پاکستان د څه باندې ۲۴۵ زره مثبتو پېښو له ثبت سره د زیانمنو هېوادونو په نوملړ کې ۱۱ ځای لري.

شریک یي کړئ