Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نیوزلنډ کې پر لمونځ کوونکو د برید اصلي تورن محکمې ته حاضر شو

نیوزلنډ کې پر دوو جوماتونو کې پر لمونځ کوونکو د برید او ۴۹ مسلمانانو د وژلو اصلي تورن محکمې ته حاضر شو.

دغه کس چې «برنټون ټرنټ» نومېږي او د اسټرالیا وکړی دی، په وژنې تورن دی او ټاکل شوې چې راتلوونکې زیږدیزه میاشت د دویم ځل لپاره محکمې ته راشي.

د نیوزلنډ په دولتي بنسټونو کې د دغه هېواد بیرغ نیم ځوړند دی، د دغه هېواد لومړی وزیر جاسینډا ارډرن له مسلمانانو سره د دغه هېواد د وګړو او پر یووالي او همدردۍ ټینګار کوي.

د نیوزلنډ یو ستر شمېر وګړو د کرایسټ چرچ ښار کې د نور جومات ته‎څېرمه د دغو دو بریدونو د قربانیانو پر یاد سره راغونډ شول.

د نیوزلنډ په ګرایسټ چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو له وسله‎وال برید یوه ورځ وروسته د دغه هېواد خلک په دوو ځایونو د دغې پېښې د قربانیانو یادغونډه جوړه کړه او خپل د همدردۍ پیغامونه یې ولیکل.

د دغه برید اصلي تورن ۲۸ کلن ترنټون ټرنټ د اسټرالیا وګړی دی، د جمعې په ورځ (د کب په ۲۴ مه) محکمې ته حاضر شو او ټاکل شوې چې د هغه دویمه محکمه د راتلوونکې زیږدیزې میاشتې په پنځه نېټه ترسره شي.

هغه افراطي لیدلوری لري او په ټولنیزو شبکو کې په خپلو بیانیو کې ویلي چې لوېدیځو هېوادونو کې د مسلمانانو له حضور او ګډوالۍ سره مخالف دی.

تېره ورځ د نیوزلنډ پولیسو د دغې پېښې په تړاو یې څلور تنه ونیول چې د هغوی یو تن له پلټنو وروسته ازاد کړل شو.

د نیوزلنډ د پولیسو کمېشنر مایک بوش وویل:«موږ څلور تنه ونیول چې د هغوی یو تن ازاد کړل شو. هغه د دغه هېواد یو وګړی و چې غوښتل یې خپل ماشومان له ښوونځي کور ته بوځي او پرېکړه یې کړې وه چې وسله‎ ورسره وي. یو خاوند او مېرمن هم نیول شي چې په دغې پېښه کې د هغو د ګډون په اړه زموږ پلټنې روانې دي.»

د نیوزلنډ د څلور اعشاریه پنځه‎وېشت مېلیون نفوس له ډلې یوازې یو اعشاریه یو سنله یې مسلمانان دي چې ډېری یې له نورو هېوادونو نیوزلنډ ته کډه شوي دي.

د نیوزلنډ د مسلمانانو ټولنه له دې مخکې هېڅکله د داسې پېښې شاهده نه وه.

نیوزلنډ کې پر دوو جوماتونو د برید اصلي تورن ۲۸ کلن ترنټون ټرنټ د اسټرالیا وګړی د پولیسو له خوا نیول شوی او محکمې ته حاضر شوی دی.

شریک یي کړئ