یو شمېر بهرنیو رسنیو چهارشنبې(د مرغومې په ۲۵مه نېټه) راپور ورکړی چې د اورښتونو، واورو ښویدنو او سېلابونو له کبله د هند، پاکستان او ایران ځینو برخو کې ۱۰۰ تنه وژل شوي دي.
مخکې له دې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر د پاکستان بلوچستان او د ایران سیستان او بلوچستان کې هم اورښتونو زیانونه اړولي وو.
زیانمن کسان د دولتي مرسته له نه ور رسېدو شکایت کوي.
په ځینو موارد کې د سیمې خلک خپله د زیانمنو د ژغورلو هڅې کړې دي.
د راپورونو له مخې د پاکستان کشمیر کې ۵۹ کسان د واورې ښوېدو له کبله وژل شوي دي، د چارواکو په خبره لا هم یو شمېر کسان په نیلُم دره کې بند پاتي او ۵۳ کورونه هم وران شوي دي.
همداراز د هند تر ولکې لاندې کشمېر کې تر اوسه پورې د واورې ښوېدو له کبله لس تنه وژل شوي دي.
د بلوچستان ایالاتي حکومت ویاند، لیاقت شاهواني په دې اړه وايي:«تر اوسه پورې د خاورینو کورنو د نړېدو له کبله ۲۰ تنه وژل شوي دي او د ۲۳کسانو د ټپي کېدو په تړاو راپور شته.»
اوس مهال زیانمنو سیمو کې لارې بندې دي او چلوونکي له ستونزو سره مخامخ دي.