Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هند کې د تابعیت قانون اصلاحیې ضد په تړاو د اعتراضونو دوام

د هند په نوي ډیلي او اسام ایالت کې محصلینو یو ځل بیا د نرندرا مودي حکومت په ضد  د تابعیت قانون اصلاحیې په تړاو لاریون وکړ.

دغه قانون چې له مخې یې له مسلمانو هېوادونو هند ته د غیرو مسلمانو وګړو ته د تابعیت ورکړې زمینه برابروي، اعتراض کوونکي یې نژادپاله بولي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د هند لومړی وزیر، نرندرا مودي د دغه هېواد د تابعیت قانون له اصلاحیې دفاع دفاع کوي او وايي چې مخالفان یې دغه قانون ته بهانې جوړوي.

مودي په دې اړه وویل:"دا قانون پر ۱،۳میلیارډ هندي وګړو اغېزه نلري او زه باید ډاډ ورکړم چې دا قانون به د مسلمانانو لپاره هېڅ شی بدل نکړي."

له بلې خوا د هند حکومت په راتلونکې کال کې دغه هېواد کې د سرشمېرنې لپاره یو میلیارډ ډالر ځانګړي کړي دي.

ویل کېږي چې له دې سرشمېرنې به د هند تابعیت قانون اصلاحیې د پلې کولو لپاره کار واخیستل شي.

د محصلینو ټولنې مشره، سیمانتا تاګوریا وايي:«د مودي حکومت د تابعیت قانون دا اصلاحیه رامنځته کړې ده. موږ له دې قانون سره مخالف یوو؛ ځکه زموږ هویت، فرهنګ او د ټولنې خلک ګواښوي.»

د هند د تابعیت نوي قانون له مخې هغو هندوانو، بودایانو، مسیحیانو او سیکانو ته چې له ۲۰۱۵ زیږدیز کال راهیسې له افغانستان، پاکستان او بنګله دیش نه هند ته ولاړ دي، تابعیت ورکوي.

لیکواله، سمینا میشرا زیاتوي:«زموږ دا ناسته ښکاره کوي چې موږ لا هم غواړو دا قانون بدل شي او موږ غواړو چې هند خوندي وساتو، حکومت غواړي چې زموږ هېواد وران کړي.«

په همدې حال کې د اعتراضونو په دوام د  هند په یو شمېر برخو کې انترنټ پرې شوی دی او خلک د حکومت پر دې کړنې نیوکې لري.

د اعتراضونو په دوام د هند په یو شمېر برخو کې انترنټ پرې شوی دی او خلک د حکومت پر دې کړنې نیوکې لري

شریک یي کړئ