هند کې د وګړۍ (تابعیت) نوي قانون پر ضد لاریونونو کې د نویو نښتو په پایله کې، درې تنه وژل شوي دي.
له دغو پېښو سره د هند د وګړۍ قانون د اصلاحیې په وړاندې د اعتراضونو د قربانیانو شمېر څه باندې شلو تنو ته رسېدلی دی.
د هند ځینو اوسېدونکو له تېرې اوونۍ راهیسې د دغه قانون په وړاندې چې وګړو ته د دین پر بنسټ د هند تابعیت ورکړه ده، په اعتراض لاس پورې کړی دی.
د دغه قانون په وړاندې ډېری لاریونونه، د اسام او اوټراډېش په ایالاتونو او نوي ډیلي کې شوي دي.
لاریون کوونکي وايي چې د دغه قانون تر لغوه کېدو به خپلو لاریونونو او اعتراضونو ته دوام ورکړي.
د هند د وګړۍ اصلاحیې قانون چې د دغه هېواد د پارلمان له خوا تصویب شوی، هغو هندوانو، سیک هانو، بودایانو، مسیحیانو او زردشتیانو ته چې له ۲۰۱۵زکال مخکې هند ته تللي وي د دغه هېواد وګړيتوب او یا هم تابعیت ورکوي. پهدغه قانون کې مسلمانان شامل نه دي.
د هندي مسلمانانو ترڅنګ، د اوټرا پراډېش او اسام ایالتونو ډېری اوسېدونکي چې خپلو ایالتونو ته د زرګونو او حتا مېلیونونو ګډوالو له راتګ سره وېره لري او له دغه قانون سره مخالفت کوي.