د هند د روغتیا وزارت دوشنبې (د چنګاښ په ۱۶مه نېټه) اعلان وکړ چې دغه هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۷۰۰ زرو ته نېږدې شوې دي.
دغه وزارت همداراز یوه شپه ورځ کې د ۲۳ زرو مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکړ.
تر اوسه هند کې د کرونا ویروس له کبله کابو ۲۰ زره کسان مړه شوي دي.
هند کې د کرونا ویروس لومړۍ مثبته پېښه د روان زیږدیز کال په جنوري میاشت کې ثبت شوه.
اوسمهال هند د امریکا او برازیل وروسته نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو ثبت له پلوه دریم هېواد دی.
امریکا متحده ایالات نیږدې دریوو میلیونو ناروغانو ثبت سره نړۍ کې لومړی ځای لري. تر اوسه دغه هېواد کې له ۱۳۰ زرو ډېر کسان د کوویډ نولس ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.
برازیل کې هم د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر یو میلیونو او ۶۲۳ زرو ته ورسید او له ۶۵ زرو ډېر مړه شوي دي.
د تېرو اوو میاشتو راهیسې نړۍ کې د کرونا ویروس ۱۱ میلیونه او ۶۲۲ زره مثبتې پېښې ثبت شوې او له ۵۳۸ زرو ډېر هم مړه شوي دي.