Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هند کې ګرځ بندیز بې وزله خلک له ستونزو سره مخ کړي

په هند کې کرځ بندیز، د دغه هېواد بې وزله خلک او هغه کسان چې ورځني کارونه لري، له ننګونو سره مخامخ کړي دي.

هغوی په دې برخه کې د هند حکومت پر بې پروایۍ تورن وي او د مرستو غوښتنه کوي.

د هند یوه وګړې مینا جاودیا په دې اړه وايي:«اوس چې ټول په کور ناستي شوي، حکومت باید موږ ټولو ته پاملرنه وکړي. حکومت ګرځ بندیز لګولی موږ هم هغه عملي کوو.»

د هند بله وګړې فاطمه بېګم هم څرګندوي:«که چېرې څوک له ښاره تېر شي موږ ته د شپې ډوډۍ لپاره لږې وریجې راکوي او دا هغه څه دی چې موږ هغه منو او خپلو ماشومانو ته یې ورکوو.»

د رپوټونو پر بنسټ د هند د یو اعشاریه درې مېلیارده نفوذ له ډلې، د هغوی د ۱۷۶ مېلیونو تنو ورځنی عاید یو اعشاریه نوي ډالره دی.

دا په داسې حال کې ده چې د هند حکومت په دې وروستیو کې ګرځ بندیز یې تر درې اوونیو وغځوه.

د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي له خپلو هېوادوالو غواړي چې د قرنطین په ورځو کې مقررې رعایت کړي:«که چېرې دغه ۲۱ ورځې په سمه توګه مدیریت نه شي، نو ستاسو هېواد او کورنۍ ۲۱ کاله شاته به ولاړ شي.»

په هند کې تراوسه څه باندې ۱۴ زره تنه په کووېډ نولس ناروغۍ اخته دي چې له دې ډلې ۴۸۶ تنه ناروغانو ساه ورکړې ده.   

په هند کې تراوسه څه باندط ۱۴ زره تنه په کووېډ نولس ناروغۍ اخته دي چې له دې ډلې ۴۸۶ تنه ناروغانو ساه ورکړې ده.   

شریک یي کړئ