Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ اردوغان ته: ډیر سخت او احمق مه اوسه

سوریه کې د ترکیې پوځي عملیاتو پر سر د دې هېواد او امریکا تر منځ د ناندریو په زیاتېدو سره ټرمپ د ترکیې ولسمشر ته په یوه لیک کې ویلی ډیر سخت او احمق مه اوسه.

دا لیک چې د سپینې ماڼۍ له خوا خپور شوی پکې ټرمپ له اردوغانه غوښتي چې سوریه کې د پوځي عملیاتو په اړه بیا غور وکړي.

لیک کې راغلی: « راځئ د یوې ښې معاملې لپاره کار وکړو، تاسې نه غواړئ سوریه کې د زرګونو کسانو قاتلین واوسئ او زه هم نه غواړم چې د ترکیې اقتصاد له منځه تلو مسوول واوسم، او دا کار کوم.»

ټرمپ زیاته کړې: « ما زیاتې هڅې وکړې چې ستاسوځینې ستونزي حل کړم، اجازه مه ورکوئ چې نړۍ سقوط وکړي، تاسو یوه ښه معامله کولای شئ.»

په دې کار سره ترمپ غواړي وښايي چې سوریه کې د ترکی پوځیانو له عملیاتو سره سخت مخالف دی.

اوس مهال د امریکا جمهور رییس د قانون جوړونکو تر سختو نیوکو لاندې دی چې ولې یې د سوریې له شماله خپل پوځیان ایستلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د ترکیې جمهور رییس ویلی وو چې سوریه کې به هیڅ کله اوربند ونه کړي او همداراز له کوردانو سره د سولې خبرې هم نه کوي.

امریکا پداسې حال کې ترکیې ته خبرداری ورکوي چې تر دې وړاندې امریکايي او ترکی ځواکونو په دې سوریه کې ګډې ګزمې کولې.

شریک یي کړئ