Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټرمپ: امریکا له ایران سره د جګړه نه غواړي

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ دوشنبې(د وږي په ۲۵مه نېټه) امریکا له ایران سره جګړه نه غواړي؛ خو چمتو ده چې درې ورځې مخکې د سعودي عربستان د تیلو پر تاسیساتو د برید له کبله له دغه هېواد سره مرسته وکړي.

هغه زیاتوي:«موږ خپله څېړنه کوو، خو داسې ښکاري چې د دغو بریدونو ترشا د ایران لاس وي.»

ټرمپ وړاندې وايي:«موږ په نړۍ کې ځواکمن پوځ لرو. موږ لنډ وخت کې پر پوځ یو نیم تریلیونه ډالر لګولي دي. موږ نړۍ کې غوره تجهیزات لرو، ښه توغندي لرو چې څوک هغې ته نېږدې توغندي هم نلري. خو زه د هېچا سره د جګړې غوښتونکی نه یم، خو له هر چا ډېر جګړې ته چمتو یوو.»

له بلې خوا د ایران ولسمشر، حسن روحاني وايي هېواد یې په بریدونو تورن شوی دی او زیاتوي چې حوثي جنګیالیو له خپله ځانه او له خپل هېواده ساتنه کړې ده.

هغه پر امریکا او اروپا هم له دې کبله نیوکه وکړه چې د حوثیان ضد ائتلاف مشري کوونکي هېواد، سعودي عربستان ته وسلې پلوري.

له بلې خوا د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی خبرداری ورکوی چې پر سعودي عربستان وروستي بریدونه کولی شي له سیمې پراخې پایلې ولري.

مارتین ګریفیټ په دې اړه وايي:«دا بریدونه به په سیمه کې د یمن لپاره د یوې چاودنې په توګه وي. موږ ډاډه یوو چې دا لویه پېښه په سیمه کې د یوه ناورین د رامنځته کېدو امکان زیاتوي او ښایې د اړیکو ښه کېدو امکان کم کړي.»

له بلې خوا روسیه له امریکا او ایرانه د ډېر زغم غوښتنه کوي، خو زیاتوي چې د ایران ملامتول به کوم درد دوا نکړي.

ایران په سعودي عربستان کې د "بقیق" او "خریص" د تېلو پر تاسیساتو د حوثي جنګیالیو په برید کې لاس درلودل رد کړي دي.

سعودي عربستان د ورځې۹،۶۳ مېلیونه بشکې د تېلو تولید لري؛ خو د دغه هېواد پر تاسیساتو د حوثي جنګیالیو د برید  له کبله یې پنځوس سلنه صادرات راکم شوي دي.

ټرمپ وايي امریکا متحده ایالات ان پوځي اقدام ته هم چمتو دی، خو لګښت یې باید سعودي عربستان ورکړي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه