د امریکا متحده ایالاتونو وسمشر، ډونالډ ټرمپ به نن(سېشنبې د غويي۱۸مه) د واشنګټن په وخت ماسپښین ۲:۰۰بجې د ایران او لویدیځ له اټومي هوکړې څخه د امریکا د وتو او یا په دغه هوکړه کې د پاتې کېدلو پرېکړه اعلان کړي.
ټرمپ په خپله ټوېټر پاڼه کې ليکي دي:«زه به نن ۲ بجې وروسته له ماسپیښین څخه د ایران سره د هستوي هوکړې په اړه له سپينې ماڼۍ خپل دریځ اعلان کړم.»
ټرمپ تر دې وړاندې دغې هوکړې سره سخت مخالف وه او ویلی یې وو، که تغیرات په کې رانه وستل شي، امریکا به له دغه تړونه وباسي.
اوس شنونکي په دې باور دي چې امریکا به له دغه تړون څخه ووځي، خو دا په داسې حال کې ده چې د دې تړون نورو لوریو خاصتا روسیې او بریټانیا لویدیځ سره د ایران پر اټومي هوکړه باندې د پاتې کېدو ټینګار کړی دی.
په همدې حال کې د اسوشیټډ پرس خبري آژانس په خپله ټويټر پاڼه کې لیکې د ایران ولسمشر حسن روحاني له قوله لیکلي:«د هستوي هوکړي په اړه د امریکا نوي دریځ اعلان سره ښایې بیا له ستونزو سره مخامخ شو.»