Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټرمپ: د ایران "په اصطلاح معظم" مشر باید خپلو ویناو ته متوجه وي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران د مذهبي مشر ایت الله خامنه یي د تېرې ورځې د څرګندونو په غبرګون کې، هغه ته ګواښ وکړ چې باید خپلو خبرو ته متوجه وي.

ښاغلي ټرمپ په خپله ټوېټر پاڼه په دې اړه لیکلي چې د ایران مشر د امریکا او اروپا په اړه ډېر بد څيزونه ویلي.

هغه زیاته کړه:«د ایران په اصطلاح معظم مشر، هغه څوک چې په دې وروستیو کې ورته کومه لويي او برم نه دی پاتې، د امریکا او اروپا په اړه ویلو ته ډېر بد څه لرل. د هغوی (ایران) اقصاد د خرابېدو په حال کې دی او د ایران خلک کړېږي. هغه (خامنه يي) باید د خپلو ویناو په اړه ډېر متوجه وي.»

د ایران مذهبي مشر تېره ورځ تهران کې د جمعې لمانځه کې په خپله وینا کې، د قاسم سلیماني د وژلو له امله امریکا ترهګره وبلله او زیاته یې کړه چې اروپايي هېوادونه په امریکا پسې درومي:«دوی چې دا مذاکره هم کوي، مذاکره یې له دوکې او غولونې سره مل ده. هغه کسان چې د مذاکرې د مېز تر شاه ظاهرېږي، هغه د مېز تر شاه ښاغلي، هماغه د بغداد د هوايي ډګر ترهګر دي.»

ټرمپ همدارنګه په یوه بل ټوېټري پیغام کې په فارسي ژبه لیکلي چې د ایران نجیب خلک په دغه هېواد کې د اوسني حکومت وړ نه دي:«د ایران نجیب خلک، چې له امریکا سره مینه لري، د داسې دولت لایق دي چې د احترام غوښتنې په جرم د هغوی د وژلو د تمرکز پر ځای، له هغوی سره مرسته وکړي؛ څو خپلو هیلو ته ورسېږي. د ایران مشران د دې پرځای چې ایران د ویجاړۍ په لور بوځي، باید ترهګر دې لیرې کړي او ایران ته بیا عظمت ورکړي.»

رهبر ایران، روز گذشته در سخنرانی‌اش در نماز جمعه در تهران، امریکا را به علت کشتن قاسم سلیمانی، هراس‌افگن خواند.

شریک یي کړئ