Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ: هند او پاکستان کولای شي د کشمیر په اړه اختلافونه حل کړي

د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ (د وږي په ۴مه) څرګنده کړه چې هند او پاکستان کولای شي د کشمیر په اړه خپل اختلافونه په یوازې توګه اداره کړي خو زیاته یې کړه، که‎چېرې هغه ته اړتیا وي، هغه چمتو دی چې همکاري وکړي.

له دې مخکې هم ټرمپ ویلي و، چې هغه د کشمیر په اړه د هند او پاکستان د اختلافونو د حل لپاره منځکړیتوب وکړي.

هند او پاکستان د ۱۹۴۷ز کال راهیسې د کشمیر پر سر اختلافونه لرلي دي او دا دوه د اټومي وسلو لرونکي هېوادونه، سره ښکېل شوي دي.

ټرمپ د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره په لیدنه کې وویل:«موږ تېره شپه د کشمیر په اړه خبرې وکړې. لومړی وزیر واقعاً فکر کوي چې اوضاع یې تر کنترول لاندې ده.» 

بلخوا د هند لومړي وزیر عمران خان هم وویل چې نړۍ به له هغې څه خبره کړې چې په کشمیر کې تېرېږي.

د پاکستان لومړي وزیر د ملګرو ملتونو سازمان د کشمیر د مسلې په بې پروایۍ تورن وي.

ښاغلي خان څرګنده کړه:«هغه څه چې نن په کشمیر کې تېرېږي، د ملګرو ملتونو سازمان لوی مسوولیت په دې برخه کې مرسته ده، چې له بده مرغه ملګرو ملتونو سازمان د ځواکمنو هېوادونو ترخوا دی.» 

د هند او پاکستان اړیکې، له هغې وروسته لاډېرې ترینګلې شوې چې هند د کمشیر خودمختاري بېرته واخیسته. 

عمران خان اضافه کړه چې هند په ځلونو هڅه کړې څو د پاکستان نوم په تور نوملړ کې راولي، او له همدې امله اسلام اباد له نوي ډيلي سره خپلې خبرې بندې کړې دي.

شریک یي کړئ