Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاړه چنار کې بمي چاودنې کابو ۱۸ کسان وژلي دي

د قبايلي سيمې کورمې ايجنسۍ په مرکز کې په يوه بمي چاودنه کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، پاکستاني رسنیو د وژل شویو کسانو شمېر ۱۸ ښودلی.

د راپورنو له مخې په دې چاودنه کې کابو ۵۰ تنه ټپیان شوي دي.

پاکستاني چارواکي وايي، چاودنه نن د افغانستان پولې ته نېږدې د "پاړه چنار" د سبزیو په يوه ډک مارکېټ کې شوې ده.

د پاکستاني رسنیو راپورونو پر اساس تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه بېلابیلې شمېرې ورکړل شوي دي.

حکومتي چارواکي، شاهد خان ویلي دي چې پېښه هغه مهال رامنځت شوې ده چې میوه او سبزي خرڅونکي پر کار بوخت وو. دی زیاتوي چې د پېښې څرنګوالي په موخه پلټنې پیل شوې دي.

پاړه چنار د قبايلي سيمې کورمې ايجنسۍ مرکز دى، چې مخکې له دې هم په کې ورته پېښې رامنځته شوې دي.

د پېښې مسوؤلیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

راپورونه وايي چې د افغانستان پولې ته نېږدې په پاړه چنار سیمه کې د سبزیو په یوه مارکيټ کې چاودنې کابو ۱۸ کسان وژل او ۵۰ تنه نور یې ټپیان کړي دي

شریک یي کړئ