Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستاني طالبانو نورولي محسود خپل مشر وټاکه

پاکستاني طالبانو نور ولي محسود د پخواني مشر، ملا فضل‎الله پر ځای د خپل نوي مشر په توګه ټاکلی دی.

دې ډلې د لومړي ځل لپاره تائید کړه چې مشر یې وژل شوی او پر ځای یې بل مشر ټاکي.

د افغانستان حکومت وايي چې د پاکستاني طالبانو مشر، ملا فضل‎الله د بې‎پیلوټه الوتکو په برید کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی دی.

نوی ټاکل شوی مشر یې ۴۰ کاله عمر لري او پخواني مشر، بیت‎الله محسود مرستیال وه.

ویل کېږي چې نور ولي محسود د پاکستان د لومړۍ وزیرې، بېنظیر بوټو په وژنه کې لاس درلود او ترڅنګ یې تېرو کلونو کې افغانستان کې هم د طالبانو سره یوځای جګړه کړې ده.

نور ولي محسود د پخوانی مشر فضل الله تر وژل کېدو وروسته ټاکل شوی، افغان حکومت ویلي وه چې فضل الله د افغانستان کونړ ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی

شریک یي کړئ