Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان کې اعتراض کوونکي د عمران خان د ګوښه کېدو غوښتنه کوي

پاکستان کې د مذهبي – سیاسي جمعیت الاسلام ګوندلسګونو زرو پلویانو د اعتراض په ترڅ کې د دغه هېواد د لومړي وزیر، عمران خان د ګوښه کېدو غوښتنه کړې او هغه ته یې د دوشنبې (د لړم ۱۳مې) د ورځې تر پایه پورې وخت ورکړی دی.

اعتراض کوونکي عمران خان د پوځ په ملاتړ او ټاکنو کې په درغلیو تورنوي.

له بلې خوا، د اعتراضونو غونډو شاوخوا د پوځیانو شتون زیات شوی، څو اساسو دولتي سیمو ته یې له تلو مخنیوی وکړي.

مولانا فضل الرحمان وايي:«زموږ تاریخ له خوځښتونو ډک دی. سبا او بل سبا موږ باید سختې پرېکړې وکړو. کولی شو له دې ځایه د خپل خوځښت له پیاوړې کېدو ګټه بورته کړو او د دغه غیرمشروع حکومت پرضد حرکت کړو.»

 د عمران خان حکومت دغه مخالفان وايي چې نوموړی د ۲۰۱۸ زیږدیز کال جولای میاشتې په ۲۵مه نېټه پارلماني ټاکنو کې د پوځ په مرسته واک ته رسېدلی دی، دوی نوي حکومت رامنځته کېدو لپاره د بیا ټاکنو غوښتنه کوي.

معترض، نجیب الله خان:«ډېر ښه دی چې زموږ مشر عمران خان ته دوې ورځې وخت ورکړی، څو استعفا ورکړي. خلک غواړي چې دا لومړی وزیر ګوښه شي. که په دوو ورځو کې یې استعفاء ورنکړه، ورته به ډېره بده پایله ولري.»

بل اعتراض کوونکی، سید شهنشاه زیاتوي:«فکر کووم چې دا یوه سیاسي کړنلاره ده، ولسمشر دې په دو، څلورو او یا یوې اوونۍ کې استعفاء ورکړې. لومړۍ وزیر دې هم باید استعفا ورکړي.»

سره له دې، د عمران خان حکومت د مولانا نیوکو او تبلیغاتو پرضد  ویلي چې د عمران خان استعفا ممکنه نه ده.

د یاد ګوند لسګونه زره پلویان شنبې اسلام اباد کې سره راټول شول او د عمران خان د ګوښه کېدو غوښتنه کوي

شریک یي کړئ