Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان کې تښتول شوی خبریال وروسته له ۱۲ ساعتونو ازاد شو

پاکستانی خبریال، مطیع الله جان چې تېره ورځ(سې شنبې د چنګاښ په ۳۱مه نېټه) اسلام اباد کې تښتول شوی وو، وروسته له ۱۲ ساعتونو ازاد کړی شو.

هغه ازاد خبریال دی او ډېر کلونه یې د پاکستاني او نړیوالو رسنیو لپاره کار کړی دی.

دغه پېښه د خبریالانو ملاتړ نړیوالو او پاکستاني بنسټونو غبرګون سره مخامخ شوی او دوی د پاکستان پوځیان پېښه کې ښکېل بولي.

دغه خبریال له ښاره لیري سیمه کې خوشې شوی دی، د هغه مېرمن مخکې له دې رویټرز خبري اژانس ته ویلي وو:«مېړه مې نن سهار له مدرسې بهر (اسلام اباد کې) چې زه په کې کار کوم، تښتول شوی دی.»

هغه وايي امنیتي کمرې ښیې چې هغه د پنځو موټرو لخوا چې درې یې نښې نه درلودې، بل یې امبولانس او یو یې د پولیسو نښې درلودې، تښتول شوی دی.

هغې همداراز څرګنده کړې:«هغه ازاد شوی او له ۱۲ ساعتونو وروسته د پلازمینې نېږدې سیمه کې خوشې شوی دی.»

د پاکستان د اطلاعات وزیر، شیلي فراز ویلي چې:«مالوماده چې هغه تښتول شوی دی، دولت ټوله هڅه کوي چې د پېښې شا ته لاسونه پیدا کړي.»

د خبریالانو خوندیتوب کمېټې هم د یاد خبریال د ازادی غوښتنه کړې وه او ویلي یې وو چې جان خبریالۍ باندې بوخت وو چې پوځي پرې ۲۰۱۸ کال کې د دولتي ضد مالوماتو خپرولو تور ولګولو.

جان همدغه کال کې د خبریالۍ دندې پرېښودو ته اړ شو هغه رویټرز ته درې کاله مخکې ویلي وو چې د پوځ جنرالان یې لامل وو، خو دوی دا تورونه رد کړي دي.

پاکستان کې دې ورته پېښې له خبریالانو او وبلاګ لیکونکو سره شوې دي او پړه یې پر ای اېس ای اچول شوې، او دې ادارې تورونه رد کړي دي.

شریک یي کړئ