Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان کې د اورګاډي پټلۍ اورلګېدنې ۶۵ تنه ووژل

پاکستاني چارواکي وايي، د دغه هېواد په ختیځ کې د اورګاډي پټلي د اورلګېدنې پېښې د وژل شویو شمېر ۶۵ تنو ته رسېدلی دی.

په دې پېښه کې لسګونه نور کسان ټپيان شوي دي.

پېښه له کراچۍ نه راولپنډۍ ښار ته یوه تلونکي اورګاډي کې شوې ده.

د سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې پېښه هغه مهال شوې چې په اورګاډي کې د ننه د ګازو یوه ډبه چاودلې او اورلګېدنه پیل شوې ده.

د راپورونو له مخې اور د اورګاډي څو کابینونو ته رسېدلی.

د راپورونو له مخې اور د ګازو ډبې د چاودنې له کبله لګېدلی او بیا وروسته د اورګاډي نورو کابینونو ته پراخ شوی دی

شریک یي کړئ