Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان کې د حکومت ضد لاریونونه

پاکستان کې د مذهبي ګوند جمعیت علمای اسلام د فضل الرحمن په مشرۍ څانګې د دغه هېواد د لومړي وزیر، عمران خان حکومت پر ضد پراخ لاریونونه پيل کړي دي.

دغه لاریونونه د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر مسلې د راپورته کېدو کلیزې سره پیل شوي او مولانا فضل الرحمن د کشمیر په مسالې کې د پاکستان اوسنی حکومت ګرم بولي.

هغه ویلي دي:«په دریو وروستیو میاشتو کې کشمیر کې د تګ راتګ د منع کېدو مقررات وضع شوي دي چې له کبله یې د کشمیریانو ژوند له ستونزو سره مخامخ شوی دی. موږ تاسې ملامت کوو،. موږ د اسلامي همکاریو سازمان نه غواړو چې کشمیر کې ستم پای ته ورسوي.»

په همدې حال کې د دغو لاریونونو غوښتنه د عمران خان حکومت استعفاء ده. هماراز دغه ګوند تحریک انصاف د پاکستان په ټاکنو کې په درغلیو تورنوي.

فضل الرحمن څرګندوي:«عمران خان باید اسعفاء ورکړي. هغه د پاکستان ریښتینی مشر نه دی؛ بلکې په پارلماني ټاکنو کې د درغلیو په مرسته ځواک ته رسېدلی دی. موږ د ۲۰۱۸ زیږدیز کال ټاکنې نه منو او نه یې پایلې منو. دا حکومت د جعلي پایلو په مرسته پر کار راغلی دی.»

په لاریونونو کې د مسلم لیګ او د پاکستان د خلکو ګوند غړو هم ګډون کړی دی.

پاکستان کې د حکومت ضد لاریونونه

لاریون کوونکي همداراز د عمران خان استعفاء غواړي او نوموړی د پاکستان ټاکنو کې په درغلیو تورنوي

شریک یي کړئ