د پاکستان په لاهور ښار کې د چاودنې له کبله ۸ کسان وژل شوي کابو اته ویشت تنه ټپيان دي.
چاودنه (چهارشنبې د غويي په ۱۸مه نېټه) په لاهور کې د صوفي په نامه یوه زیارت ته څېرمه شوې ده.
په لاهور کې د پولیس چارواکي وايي د چاودنې موخه د پولیس ځواکونه وو.
د پاکستان امنیتي چارواکو د چاودنې څرنګوالي په تړاو مالومات نه دي ورکړي، خو یو شمېر سرچینې وايي چې چاودنه ځانمرګی برید وو.
د راپورنو له مخې په وژل شویو او ټپیانو کې ملکي کسان هم شامل دي.