Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان کې د کرونا ویروس دوې مثبتې پېښې ثبت شوې

د پاکستان روغتیايي چارواکو پنج شنبې (د کب په ۸مه نېټه) په دغه هېواد کې د کرونا ویروس دوې مثبتې پېښې تایید کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس د ککړو کسانو شمېر له چین نه بهیر زیات شوی دی.

د روغتیا نړیوال بنسټ ایران، سویلي کوریا او ایټالیا کې د کرونا ویروس د پېښو زیاتوالي په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغه بنست وايي چې که د نړۍ هېوادونو د کرونا ویروس ضد مبارزه وکړي، نو د پراختیا مخه به یې ونیول شي.

د ایران روغتیايي چارواکو تر اوسه په دغه هېواد کې د ۱۹ کسانو مړه کېدل تایید کړي دي او ویلي دي چې په دغه هېواد کې ۱۴۰ تنه نور په کرونا ویروس اخته دي.

ایران له چین نه وروسته دوهم هېواد دی چې د کرونا ویروس قربانیان په کې زیات دي.

ایټالیا کې د کرونا ویروس اخته کسانو شمېر ۴۰۰تنو ته رسېدلی دی او په سویلي کوریا کې هم ۱۵۰۰تنه پر دغه ویروس اخته دي.

له دې سره هم مهاله د عراق په کرکوک ښار کې پر کرونا څلور تنه اخته شوي دي.

اوس مهال د کرونا ویروس په نړۍ کې له ۳۰ ډېرو هېوادونو کې خپور شوی دی.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د چین په هوبي ولایت کې خپور شو او تر دې دمه یې دغه هېواد کې ۲۸۰۰ تنه وژلي او ۷۶زره نور پرې اخته دي.

در چین که ولایت هوبی این کشور خواست گاه آن است، شمار قربانیان این ویروس، به نزدیک به ۲۸۰۰ تن رسیده است، و ۷۶ هزار تن دیگر، دچار استند.

دا په داسې حال کې ده چې په لومړي ځل امریکا کې د یو کلینیک ډاکټران هڅه کوي چې د کورونا وایروس درمل پیدا کړي.

د دغه کلینیک ډاکټران وایي، په کورونا اخته کسانو باندې نوي درمل ازمويي.

بل لور چین وایي، چمتو دی نورو هېوادونو سره د کورونا وایروس پر وړاندې مبارزه کې همکاري وکړي.

د پاکستاني چارواکو په خبره هغه کسان چې په کرونا ویروس اخته شوي، ایران ته یې تګ راتګ درلود

شریک یي کړئ