Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر ایران د امریکا بندیزونو په اړه د روحاني غبرګون

د ایران ولسمشر، حسن روحاني پر خپل هېواد د امریکا متحده ایالاتونو لخوا د لګول شویو بندیزونو له کبله نیوکه کوي او له ایرانیانو غواړي چې په دې دول حالاتو کې د خپل حکومت ترڅنګ ودریږي.

روحاني پر ایران د امریکا متحده ایالاتونو لخوا لګول شوي بندیزونو باندې له نیوکې سره وايي چې یوازې تهران د دې بندیزونو موخه نه دی.

په همدې حال کې د ایران پارلمان ته د حسن روحاني څلور وړاندیز شوي وزیرانو د باور رایه خپله کړه او کابینه یې بشپړه شوه.

دا په داسې حال کې ده چې راتلونکې اوونۍ کې به امریکا پر ایران خپل هستوي بندیزونه له سره پیل کړي.

د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي دي د بندیزونو پلي کولو لپاره پرېکړې کېدونکي دي.

دې وزارت زیاته کړې ده چې واشنګټن له تهران نه دولس غوښتنې لري او پرې ټینګار کوي. په دې غوښتنو کې د ایران له هستوي تاسیساتو د نړیوالو څارونکو دلیدنې اجازه او همداراز له ترهګرو د ایران د حکومت نه ملاتړ شامل دي.

روحاني پر ایران د امریکا متحده ایالاتونو لخوا لګول شوي بندیزونو باندې له نیوکې سره وايي چې یوازې تهران د دې بندیزونو موخه نه دی

شریک یي کړئ