Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په مصر کې پر یوه جومات د برید په پایله کې ۱۵۵ تنه وژل شوي

د مصر د سینا دښتې په شمال کې د «الروضې» پر جومات د وسله‎والو بریدګرو د برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۵۵ تنه وژل شوي او ۱۲۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

د رپوټونو پر بنسټ، بریدګرو هغه مهال د «بیرالعبد» په سیمه کې پر لمونځ کوونکي برید وکړ چې د لمانځه د ادا کولو په حال کې وو.

ویل کېږي چې په دغه جومات کې، ځينې امنیتي ځواکونه له خپلو کورنیو سره حضور درلود.

سي ان ان رپوټ خپرو کړی چې لومړی په جومات کې یوه چاودنه وشوه او وروسته بریدګرو له جومات څخه دباندې پر لمونځ کوونکو چې د تېښې په حال کې وو ډزې پیل کړې.

شونې ده چې د دغې پېښې د قربانیانو شمېر لوړ شي.

د دغې پېښې له امله د مصر ولسمشر عبدالفتاح سیسي په دغه هېواد کې درې ورځې عمومي ویر اعلان کړ.

تراوسه د دغه برید پړه چا نه ده منلې، خو له دې وړاندې په دغې سیمه کې داعش ډلې په ځلونو بریدونه کړي دي.

د مصر امنیتي ځواکونو څو کاله وړاندې د سینا سیمې په شمالي برخو کې له داعش سره په جګړه وو.

ویل کېږي چې په دغه جومات کې، ځينې امنیتي ځواکونه له خپلو کورنیو سره حضور درلود، بلخوا د دغې پېښې له امله د مصر ولسمشر عبدالفتاح سیسي په دغه هېواد کې درې ورځې عمومي ویر اعلان کړ.

شریک یي کړئ