Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په نوي ډيلي کې د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره د حکومت هڅې

د هند حکومت غواړي چې د ځينو تولیدي کارخونو او لېږدونکو وسایلو له بندولو سره د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې د هوا ککړتیا کچه کمه کړي.

دا په داسې چې په دې وروستۍ کې د پلازمېنې ډیلي هوا ډېره ککړه شوې ده.
د تولیدي کارخونو شتون، د تېلو او غازو او همدارنګه له لرګیو څخه استفاده د هند د هوا د ککړتیا اصلي عوامل بلل شوي دي.

د نوي ډيلي اوسېدونکي وايي چې دا وضعیت د دې لامل شوی چې هغوی له د بېلابېلو ناروغیو او ستونزو سره مخامخ شي:«دلته ډېری هغه کارخونې دي چې باید هغوی ته پاملرنه وشي. د بېلګې په توګه تاسې باید د غازو او وسایلو کارخونې ممنوع کړئ.»

د نوي ډیلي اوسېدونکي چې ډېری وخت له کوره بهر تېروي، وايي چې د هوا ککړتیا د هغوی د کار مخنیوی کوي.

چلوونکي سونیو کمار په دې اړه وویل:«ډېری وخت زه له کوره بهر وم. د هوا ککړتیا له امله د دې احساس کوم چې په سترګو کې مې مرچ پاشل شوي. سترګې مې درد او سوی کوي؛ ځکه هر چېرته چې ځم هوا له لوګي او غبار څخه ډګه ده. له دې وضعیت سره څه ډول رېکشا وچلوم.»

د هند حکومت له څو کلونو راهیسې هڅه کوي څو په دغه هېواد کې د هوا ککړتیا مخنیوی وکړي. خو د نوي ډیلي هوا لاهم ککړه ده.

نوی ډیلي د نړۍ یو له هغو ښارونو څخه دی چې هر کال د هوا ککړتیا له امله په لسګونه تنه په کې ژوند له لاسه ورکوي.

شریک یي کړئ