Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پوتین د روسیې سرحدونو امنیت ټینګښت هڅه کې دی

د روسیې ولسمشر، ولادمیر پوتین تېره ورځ( جمعه) د امنیت شورا په ناسته کې وویل چې ناټو د دې هېواد سرحدونو کې خپل شتون پراخ کړی دی او دوی اړ دي چې د پولو امنیت ته جدي پام وکړي.

پوتین څرګنده کړې ده:«د ناټو ظرفیت د روسیې سرحدونو خوا ته پراخ شوی دی. داسې هڅې شوې دي چې په ادغامي پروګرامونو کې د روسیې د ګډون مخنیوی وشي. ګاونډیو هېوادونو کې تازه جنګونه پیل شوې دي او پخوانۍ جګړې هم ځواکمنې شوې دي.»

نوموړي زیاته کړې ده:«په داسې حالت کې زموږ مهمه ونډه دا ده چې د پولو امنیت تامین کړو او بالقوه ګواښونه په ګټوره توګه شنډ کړو. په همدې حال کې باید خپل هېواد پرانیستی پرېږدو. موږ تل وايو چې د روسیې پولې باید وساتل شي؛ خو پولې یې د هغو کسانو پر مخ چې د نیکو موخو سره راځي او قانوني دي خلاصې وي.»

له دې د روسیې ولسمشر وايي چې د روسیې پولو ساتنه په دې مانا نه ده چې موږ تګ راتګ نه کوو.

د روسي رسنیو په خبره، پوتین غواړي پولي د نشه‎يي توکو قاچاق، ترهګرو او غیرقانوني کډوالو پرمخ بندې کړي.

ولادمیر پوتین چې د روسیې امنیت شورا کې یې خبرې کولې، د دې هېواد پولو ته د ناټو ځواکونو نېږدې کېدو سره، د خپلو پولو د امنیت د لوړوالي ځواب درلود

شریک یي کړئ