Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چین: له امریکا سره سوداګریزه جګړه نه غواړو

چین وايي نه غواړي چې له امریکا متحده ایالاتو سره سوداګریزې جګړې ته د ننه شي، خو که واشنګټن دا ډول جګړه پیل کړي، بیجنګ په تر پایه پورې وجنګیږي.

د چین دفاع وزیر، وی فنګ د سنګاپور په "شانګري‌لا" په امنیتي ناسته کې د خبرو پرمهال همداراز  د تایوان په تړاو د امریکا متحده ایالاتو د دفاع سرپرست وزیر خبرې هم ناسمې وبللې او زیاته یې کړه چې چین به په دې برخه کې له امنیتي ګواښونو سره مقابله وکړي.

امریکا په شانګریلا امنیتی ناسته کې چین په سیمه کې پر زورواکیو تورن کړ او زیاته یې کړه چې واشنګټن دا ډول کړنې نشي زغملی.

په همدې حال کې د چین دفاع وزیر وویل:«د چین هېواد ژمنه کوي چې د خاورې یو انچ به هم چا ته ورنکړی، خو د چا به څه نه اخلي. زموږ ځواکونه چا ته زیان نه رسوي؛ خو که له ستونزې سره مخامخ شو نو مقابله به وکړي. که څوک زموږ له سرې کرښې تېر شي نو موږ به په ټول ځواک سره ځواب ورکړو.»

د شنبې په ورځ(د غبرګولي په ۱۱مه نېټه) پاټریک شاناهان پرته له دې چې د چین نوم واخلي د آسیا په ختیځ او سویل ختیځ کې یې یو شمېر هېوادونه د بې ثباتیو پر جوړولو تورن کړل.

هغه همداراز وویل چې چین د چین په سویلي سیند او همداراز تایوان ته نیږدې پوځي تمرینونو کوي.

هغه همداراز وویل چې چین د چین په سویلي سیند او همداراز تایوان ته نیږدې پوځي تمرینونو کوي

شریک یي کړئ