د چین روغتیايي چارواکي وايي چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله د مړوشویو کسانو شمېر ۲۰۰۴ تنه رسېدلی دی.
د دغو چارواکو په خبره اوس مهال چین کې پر کرونا ویروس ۷۴ هزار تنه اخته دي.
چینايي چارواکي وايي چې ډېری مړه شوي کسان په هوبي ولایت کې وو.
له دې سره هم مهاله د چین روغتیايي چارواکو خبر ورکړی چې دغه هېواد کې ۱۴ زره کسان له درملنې وروسته له روغتونونو رخصت شوي دي.