چینايي چارواکو سې شنبې(د سلواغې په ۲۲مه نېټه) ویلي چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر له زرو اوښتی او زیاتره یې په هوبي ولایت کې دي.
د چین د روغتیا ملي کمېسیون په خبره تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۸ تنه مړه شوي او په دې سره دغه هېواد کې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۱۶ تنو ته رسېدلی دی.
په همدې حال کې ۲۴۷۸ نورې د کرونا پېښې هم ثبت شوې دي او په دې سره د اخته کسانو شمېر ۴۲۶۳۸ ته رسیږي.
په داسې حال کې چې چین کې د کرونا ویروس ډېر کسان وژلي، خو د روغتیا نړیوال بنسټ وايي، له چین سره به مرسته وکړي، څو دا ویروس له کنټروله ونه وځي.
د روغتیا نړیوال بنسټ ویلي چې ۳۱۹ د کرونا پېښې تېرو ۲۴ ساعتونو کې په چین کې ثبت شوې دي.
همداراز هانګ کانک او فلپین کې هم د دوو کسانو د مړه کېدو راپور هم ورکړل شوی دی.