Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چین کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر مخ په زیاتېدو دی

چین کې د کرونا په ویروس د قربانیانو شمېر ۶۳۰ تنو ته رسېدلی او کابو ۳۰ زره نور په دغه ویروس اخته دي.

د چین رسنیو رپوټ ورکړی چې یو چیني ډاکټر چې د لومړي ځل لپاره یې د کرونا ویروس د پيدایښت په اړه ګواښ کړی و، پر دغه ویروس د اخته کېدو له کبله مړ شو.

ډاکټر «لي ون لیانګ» چې ۳۴ کلن و د چین د ووهان ښار له مرکزي ډاکټرانو څخه و او لومړنی کس و چې دغه ویروس یې پېژندلی و.

د چین سربېره د نړۍ په ۳۰ هېوادونو کې هم د کرونا پر ویروس د ککړېدو پېښې ثبت شوې دي.

که څه هم چین هڅه کوي چې د دغه خطرناکه ویروس مخنيوي وکړي، خو بیا هم د هرې ورځې په تېرېدو سره د دغه ویروس د قربانیانو او اخته کسانو شمېر په زیاتېدو دی.
 
شریک یي کړئ